امریکا ، پنجاب سره له مخامختیا پښې باسي
سرلوڅ مرادزی	سرلوڅ مرادزی

 

                د تاند بریښناپاڼې د مارچ په لومړۍ نېټه د « د افغانستان او پاکستان په پولو کې د مکسیکو په شان د کنټرول سیستم ځای پرځای کېږي » تر سرلیک لاندې یو هېښوونکی خبر خپور کړی .

خبر کې زیاتیږي «  پکتیکا ولایت کې د امریکا د ضربه قوې قومندان ډګروال سین جینکینس وویل : موږ د دې لپاره چې خپل کارونه اسانه او بریالي کړو ، راز راز لارې چارې او تخنیکونه په نظرکې لرواو له هسي میتودونو کار اخلو چې موږ یې خپلو جنوبي پولو کې کاروو.امریکا په جنوب کې له مکسیکو سره په خپله پوله کې د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره له څو لسیزو راهیسي یو سیستم ځای پرځای کړی دی »

 که څه هم د دې امریکایانو په وینا ترهګر ځانونه پاکستان کې تنظیموي او بیا په غرو رغو کې د افغانستان تر پلازمېنې ځانونه رسوي چې نور امریکايي مشران هم دا خبره کوي ، خو دا چې دغه ستونځه څنګه او ولې ادامه لري او امریکا اوس هم ولې د ستونځې اصلي ځای او منبع نه په ګوته کوي او د هغې پرځای څانګې او خاښونه یادوي او بل داچې خپلو کړو کې هم ټينګ عزم او پیاوړی دریځ نلري او پنجاب سره له مخامختیا پښې باسي او بېلا بېلې پلمې پنځوي ، د یادشوي امریکايي قومندان په خبرو کې په څرګنده لېدل کیږي .

اوس نړۍ کې داسې څوک نشته چې ونه پوهیږي افغانستان ته ترهګر له پاکستانه راځي . پاکستان نه یوازې افغانستان ته د ثبات د مخنیوي او ګډوډۍ لپاره ترهګر روزي او رااستوي بلکې د هند ، کشمیر او ټولې سیمې د ناامنۍ او ویجاړۍ لپاره هم د ترهګرو د پاللو تګلار مخې ته بیايي . خو دا خبره ټول واقعیت نه بیانوی چې ترهګر د ډیورند د تپلې کرښې پورې غاړه په پښتنو قبیلو کې پالل کیږي . پښتنې قبیلې داسې موخې چې د هغو د لاسته راوړلو لپاره له نړۍ څخه ترهګر په اشر راوغواړي او خپلو سیمو کې يي ځای په ځای کړي ، نه لري . بلخوا پښتانه د دومره ترهګرو د روزلو او وسلوال کولو لپاره مالي امکانات نلري . که د پښتنو په سیمه کې ترهګر لېدل کیږي ، د هغو د روزلو او پاللو پلان د مرکز یانې پنجاب سره دي . که پنجاب وغواړي چې ترهګر دې د پښتنو په سیمه کې ځای په ځای نشي ، په اسانه يي چاره کولای شي . خو لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه پنجاب په سیمه کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ترهګرو ته اړتیا لري او بې له ترهګرو د پنجاب شتون تر پوښتنې لاندې راځي . ترهګر د پنجاب د پوځ یوه برخه ده . پنجاب ، هند سره د کشمیر او افغانستان سره د ډیورند کرښې پر سر د تاریخي اختلاف له کبله پخپل پوځ ډادمن نه دی ، له دې کبله د خپل ډارن او بګېل پوځ په څنګ کې باید د ترهګرو ملیشې ولري . خو امریکايي مشران دا خبره چې  د ترهګرو د روزلو او پاللو اصلي ځای پنجاب دی ، په زغرده نه کوي او په رسنیو کې پلپسې دا وايي چې باید د پښتنو سیمې دې بمبار شي .

که د ترهګرو د روزنې او پالنې اصلي ځای پنجاب اړ نه کړل شي چې د ترهګر جوړونې ګاڼۍ او بټۍ ویجاړه نکړي ، که د پښتنو په سیمو کې ترهګر له منځه یووړل هم شي د ترهګرو لښکرې نه کمیږي او پنجاب به دا لړۍ جاري وساتي .

لویدیځ او امریکا باید پنجاب ته سپينه خبره وکړي . او افغانان له امریکا همدا غواړي .

په ۲۰۰۸ کال کې هم د پاکستان پخواني دیکتاتور مشرف ، د ډیورند پر کرغېړنې کرښې د اغزن سیم د راکښلو وړاندیز کړی و . دا خبر هغه مهال په یو شمېر رسنیو لکه آريايي ، ايرنا او اريانا نت کې هم خپور شوی و « د شمالي وزيرستان دغلام خان په سيمه کې داغزن ديوال د جوړيدوکار پيل شوی دی. په خبر کي راغلي چې کابل ددې طرحي پر پلي کولو داسلام اباد سره اختلاف  نظردرلود ولې اوس د دري جانبه پوځي کميسيون  لخوا چې په هغه کې  پاکستاني ،امريکايي اود افغاني افسران غړيتوب لري  پردي موافقه کړی چي داغزن ديوال د جوړيدوکاردي عملي  پيل شي . »

خو وخت وښوده چې په ۲۱ مه پيړۍ کې د بېلتون دیوالونه لکه د برلین دیوال نړیږي او اغزن سیمونه هم ولسونه نشي بېلولای .

د امریکایانو دا وړاندیز هم د مشرف د اغزن سیم وړاندیز ته ورته پاتیږي . دا وړاندیز هم لکه اغزن سیم د ستونځې اصلي سرچینه له منځه نه وړي .

بلخوا هغه ستونځه چې امریکايي له مکسیکو سره د پولې په برید کې لري ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونځې پشان نه ده . هلته د کډوالو ستونځه ده او دلته د ترهګرو د رالیږلو او جګړې ستونځه . دلته د ډیورند د تپلې کرښې پر چاړه د یوه ولس د بېلتون ستونځه !

که د ترهګرو مخه د ډیورند په کرښه چې ۲۴۳۰ کیلو متره اوږده ده ونیول هم شي چې شونې نه ده ، بیا هم که په پنجاب کې د ترهګرو د جوړولو ګاڼۍ چالان وي ، ترهګر به افغانستان او سیمې ته تلپاتې ګواښ وي .

د پنجاب د لاندې کولو لپاره باید نورې لارې پکار واچول شي . تر ټولو ښه او اسانه لار دا ده چې د پنجاب پر پوځ او ای ایس ای مالي مرستې چې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي بندې شي .

امریکا او لویدیځ باید د ډیورند د تپلې کرښې ناقانونیتوب ومني او د لروبرو افغانانو د یووستون او پيوستون په چاره کې د افغانانو ملاتړ وکړي او په دې اړه د پنجاب له ملاتړه لاس واخلي .

د کشمیر د شخړې په اړه د هند له دریځ څخه ملاتړ وکړي او پنجاب وچې شونډې پریږدي .

ترهګرو سره د جګړې سنګر له پښتنو سیمو څخه پنجاب او لاهور ته انتقال کړي . هغه غوا چې ترهګرو ته شېدې ، مستې ، کوچ او پيروی ورکوي او په پنجاب کې لنګه ده ، هملته په پنجاب کې ونډۍ کړي تر څو په نورو سیمو کې ددې لیونۍ غوا په شېدو او مستو څوک لیوني او ترهګر نشي .

پای

اخځونه :

ــ تاند او نورې بریښناپاڼې


March 2nd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی